شمالي کوریا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ” د امریکا ګوډاګی” بللی دی.

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ” د امریکا ګوډاګی” بللی دی.
21 نومبر 2022
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر وروسته تر هغې انتونیو ګوترېش د امریکا ګوډاګی بللی چې نوموړي د شمالي کوریا لخوا د ازمایل شوي بین البراعظمي توغندي یا ICBM غندنه وکړه.
اړوند موضوعات
انتونیو ګوتریش: افغانان تر بل هر وخته اوس مرستو ته ډېره اړتیا لري
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ګوترېش ماته د سپینې ماڼۍ یا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غړی ښکاري. نوموړي زیاته کړې چې ګوترېش د امریکا او او د امریکا د متحدینو پر اقداماتو سترګې پټوي او له همدې کبله دا په وضاحت سره ثابتیږي چې هغه د ” امریکا ګوډاګی” دی.






