د پاکستان په څیر هیوادونه کنګال کیږي نه، یو څوک به وژغوري خو ددې به یو ځانګړې نرخ وي: پخوانې د خزانې وزیر، شوکت ترین

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې پخوانی وزير او د تحريک انصاف سينيټر شوکت ترين وايي د پاکستان په شان ملکونه ديوال نه ځي، څوک به راشي او ژغوري خو دا به قيمت وي.
په کراچۍ کې له مزمل اسلم سره دخبرو په مهال شوکت ترين وويل موجوده حکومت اؤ اسحاق ډار دعوه کوي چې هيواد يې دتندلارو څخه بچ کړى دى خو هيواد ته نور ١٨ اربه ډالرو ته اړتيا ده.
شوکت ترين وويل هيله ده چې پاکستان به ډيفالټ نه کوي، د ډالر نرخ 200 روپو ته رسولو دعوه نه ده پوره شوې، حکومت ته به ټيکس نور هم زيات کړي چې ورسره به افراطيت نور هم زيات شي.
ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې پيسې نه ترلاسه كيږي، ملازمينو ته د تنخواګانو په وركولو كښې له ستونزو سره مخ دي، نوى حكومت دې راشي چې معيشت ښه كړي۔
د مالیې پخواني وزیر وویل چې مالي کسر دوه چنده شوی، هغه پور چې موږ په څلورو کلونو کې اخیستی په څلورو میاشتو کې اخیستل شوی.
شوکت ترين وويل، د پاکستان په څېر هېوادونه کنګال کیږي نه ، هغه اوویل چې څوک به راشي او دا به وژغوري خو ددې ژغورنې به یو نرخ وي، پخواني وزیر خزانه اوویل چې IMF بايد د سېلاب ځپلو لپاره د 750 اربه روپو د لګولو موافقه کړې وای.
کله چې د هغه د آډیو په اړه وپوښتل شو، شوکت ترین وویل، ما ته باید غدار ونه ویل شي، زما په آډیو کې لاسوهنه شوې، ما په هغه ډول خبرې نه دي کړې لکه څنګه چې ښکاره شوي.





