د پوځ د مشر د ټاکلو واک او اختیار چې څوک لري هغه به پریکړه وکړي: مولانا فضل الرحمان

0
77

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک غورځنګ (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه به د واک لرونکي کسان پرېکړه کوي.

سکهر کې د خبري غونډې په مهال مولانا فضل الرحمان وويل د عمران خان لانګ مارچ لانګ مارچ نه دی بلکې د لانګ مارچ په ذريعه وايي چې د خپلې خوښې پوځ مشر راولي، تاسو سياسي قيادت بليک ميل کوئ.
دا خبره مهمه ده چې عمران خان او د پاکستان تحریک انصاف نور مشران چې کله نه هم د یو جمهوري لار له لارې د واک څخه لرې کړې شوی دي نو دوی بې بنیاده او د دروغو تورونه په اسټبلشمنټ لګوي چې دوی عمران خان د وزیراعظم څوکۍ څخه لرې کړو، وس عمران خان او د پي ټي آیی نور مشرانو یو ټرن اخستې او وایی چې دوی خو په اسټبلشمنټ او د فوځ په سرلښکر څه تور نه دې لګولې او د سرلښکر په ټاکنه هم دوی کوم اعتراض نه لري، د پاکستان وزیردفاع خواجه آصف هم نن په یو بیان کښې ویلي وو چې عمران د واک څخه لرې کړې شوي دې او وس نه پوهیږي چې په چا تور ولګوي خو عمران خان په هرچا هم بې بیناده تورونه لګوي.

Leave a reply