په پخواني وزیراعظم نواز شریف د ارشد شریف او عمران خان د وژنې تور، د مسلم لیګ (ن) د لندن په پولیس سټیشن کې د تسنیم اسلم په ضد رپورټ جمع کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ناصر بټ د تسنيم حيدر په ضد د لندن پوليس سټيشن کښې رپورټ درج کړے دے کوم چې پخواني وزيراعظم نواز شريف د سينئر صحافي ارشد شريف او عمران خان په وژلو تورن کړې وو .
ناصر بټ د لندن په ګرینفورډ پولیس سټیشن کې رپورټ درج کړی او ویلي یې دي چې تسنیم حیدر په دروغو تورونو زما ژوند ته ګواښ کړی دی.
هغه وویل چې پولیسو ته غوښتل شوي چې د تسنیم حیدر په اړه د بلاکر تحقیقات وکړي.
هغه زياته کړه، چې په هېڅ ډول ظلم کې يې لاس نه درلود، نو له وېرې پرته پوليسو ته ورغى او شکايت يې وکړ، څوک چې د ارزانه شهرت لپاره پر نورو جدي تورونه لګوي، عواقب به يې ورسره وي.
هغه زیاته کړه چې زه به په دې مسله کې محکمې ته هم لاړ شم.
ياده دي وي چي تيره ورځ په لندن کښي د تسنيم حيدر په نوم يو کس پخواني وزيراعظم نوازشريف باندې د سينئر صحافي ارشد شريف د وژنې او د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د قتل منصوبه بندي کولوتور ولګولو، دې تن ځان د مسلم ليګ نون اهلکار هم بللي وو۔
…………………..