په چین کې د ا.ا د لوی سفارت سرپرست د چین، جنوبي اسیا شپږم نندارتون او ځینو نورو مهمو غونډو کې ګډون وکړو.

په چین کې د ا.ا د لوی سفارت سرپرست د چین، جنوبي اسیا شپږم نندارتون او ځینو نورو مهمو غونډو کې ګډون وکړو.
21 نومبر 2022
په چین کې د ا.ا. امارت د لوی سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین یونان ولایت کې د چين-جنوبي اسيا شپږم نندارتون او د چين د کونمينګ د وارداتو او صادراتو ۲۶ نندارتون او همداراز د چين او جنوبي اسيا د همکارۍ دريم فورم ترڅنګ په ځینې نورو غونډو کې ګډون وکړ. په یادو غونډو کې د سویل او سویل ختیځ اسیا هیوادونو په شمول د ۸۰ هیوادونو دیپلوماتانو او د نړیوالو اداراتو لوړپوړو استازو په حضوري او یا آنلاین بڼه ګډون کړی وو.
د نندارتون او فورم په پرانست غونډو کې د سارک سازمان د سکرتر جنرال په شمول د سویل او سويل ختیځ اسیا هیوادونو لوړپوړو چارواکو خبرې وکړې.
د ا.ا. امارت لخوا هم شپږم چين-جنوبي اسیا نندارتون ته د ریاست الوزاراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر او دریم چين-جنوبي اسیا فورم ته د بهرنیو چارو محترم وزیر مولوي امیر خان متقي خبرې وکړې. دواړو مشرانو په سیمه ایز امنیت، اقتصاد، د یوه او بل په چارو کې په نه مداخلت او ګڼو نورو اړوندو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
یادو مشرانو د سیمې او نړی هیوادونو ته د افغانستان لخوا د امنیت د ډاډ ورکولو ترڅنګ افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅول، او د سویلي اسیا هیوادونو له یوه بل سره په اقتصادي او نورو برخو کې په همکارۍ ټينګار وکړ.
د اړوندو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو تر خبرو وروسته لوړپوړي چینايي چارواکي، په چین کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په شمول د سويل او سويل ختیځ اسیا هیوادونو حاضر سفیران، د سفارتونو سرپرستان او لوړپوړي ډیپلوماتان سټیج ته وغوښتل شول او نندارتون یې رسما پرانست.
اړوند موضوعات
صنعت او تجارت وزارت: د چین په صادراتي او وارداتي نندارتون کې افغان شرکتونو ګډون وکړو.
یاده دې وي چې په نندارتون کې ځینو افغان تجارانو ته هم ځایونه ورکړل شوي وو تر څو افغاني محصولات نندارې ته وړاندې کړي او بازاریابي وکړي.