د امارت اسلامی افغانستان په حکومت کښې د افغانستان کرکټ ټیم کامیابه دوره
باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان په حکومت کښې په اول ځل د افغانستان د ۱۹ کالو نه کم د کرکټ د لوبغاړو ټیم د بنګله دیش نه واپس افغانستان هیواد ته رسیدلې دې، نن د تورخم له لارې افغان ټیم افغانستان ته لاړو.
په تورخم کښې د سرکاري سرچینو مطابق د افغانستان ۱۹ کالو نه کم د افغانستان د کرکټ ټیم ۲۰ کسیزه ډله نن افغانستان ته ورسیده، په تورخم پوله افغان لوبغاړي رخصت کړې شو.
یاد دې وی چې وړمه میاشت د افغان کرکټ ټیم د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شواو بیا د بنګله دیش هیواد ته لاړ، په بنګله دیش کښې ی د پینځو یوې ورځې میچونه او یو د ۴ ورځو ټیسټ میچ اولوبول، ټیسټ میچ ی د بنګله دیش نه اوګټل ولې د یوې ورځې میچونه په ۲:۳ سره بنګله دیش ټیم وګټل.
یاده دې وی چې دا اول ځل دې چې د افغانستان کرکټ ټیم د امارت اسلامی افغانستان په حکومت کښې د بهر هیواد دوره وکړه اووس واپس هم افغانستان ته ستانه شول.