کډوالو وزارت: ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې له نیږدې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

کډوالو وزارت: ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې له نیږدې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

21 نومبر 2022

د مهاجرینو چارو وزارت له لورې په دوه بیلابیلو تازه خپره شوو خبرپاڼو کې راغلي چې د یاد وزارت د ولایتي ریاستونو په همغږۍ ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې د JEN او HHRD مؤسسو له لورې نیږدې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

خبرزیاتوي چې د اروزګان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ اړمنو کورنيو د بشري مرستې وویشلې،

 

یاده مرسته HHRD مؤسیې له لورې ترسره شوه، د مرستو په دغه پروګرام کې له څېړنو او پېژندنې وروسته هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه، لس لېتره غوړي، پنځه کیلو وریجې او پنځه کیلو بوره ووېشل شوه.

 

همدا راز ننګرهار ولایت کې د (JEN) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د شېرزادو ولسوالۍ ( ۲۵۶) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

اړوند موضوعات

پکتیا، پروان او پنجشیر ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره مرستې وشوې.

ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کيلو اوړه، (۲۴) کيلو وريجې، (۱۵) کيلو لوبيا، (۱۴) کيلو بوره، (۱۰) لېتره غوړي،، (۲) کيلو شين چای او دوه دوه پاکټه مالګه ووېشل شوه.
حماد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载