د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال تیره ورځ د افغان صنعت کارانو سره وکتل.

0
91

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال تیره ورځ د افغان صنعت کارانو سره وکتل.

20 نومبر 2022

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د صنعت کارانو سره د دې وزارت په عمومي تالار کې لیدنه وکړه.

 

په دې لیدنه کې یو شمېر صنعت کارانو خبرې وکړې. دوی په خپلو خبرو کې د یو لړ عمده ستونزو لکه برېښنا, ماليې, صفايي کتابچې او صنفي جوازونو څخه یادونه وکړه.

 

ښاغلي جمال د ستونزو د اورېدلو نه وروسته، د ستونزو د حل ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه چې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه به هره اونۍ تخصصي او تخنیکي ناسته ترسره کیږي.

اړوند موضوعات

صنعت او تجارت وزارت: د چین په صادراتي او وارداتي نندارتون کې افغان شرکتونو ګډون وکړو.

همدا رنګه به د ماليې وزارت او ښاروالي اړوند ستونزې د اړوند ارګانونو سره د حل په موخه شریکې شي.

Leave a reply