پیښور کښې په شخصي کلینکونو کښې ډاکټران له عام اولس څخه ۱۰۰۰ څخه ۳۰۰۰ پورې فیس اخلي، اولس ی سختو مالي ستونزو سره مخ کړې

0
143

باغی ټي وي رپورټ
د پېښور په شخصي کلينيکونو کې د ډاکټرانو لخوا د څو دقيقو معايناتو لپاره زرګونه روپۍ فيس ټاکل شوی دی. په دې لړ کې د شکايتونو له مخې، متخصص او غير متخصص ډاکټران د 1000 څخه تر 3000 کلدارو پورې د معاينې فيس اخلي پرته له دې چې کوم عايداتي ټکس ورکړي. د ډاکټرانو د شخصي کلينيکونو فيس د صحت محکمي لخوا نه دی ټاکل شوی خو په پېښور کې ډاکټرانو خپل فيسونه ټاکلي دي.
روغتيايي سرچينې وايي، چې د مالي او اداري خنډونو له امله د فيس ټاکلو پروسه پرمخ نه ځي، چې له امله يې ډاکټران په شخصي کلينيکونو کې له ناروغانو څخه د انجمنونو له خوا اعلان شوي فيسونه اخلي او حکومت هم د دې سرغړونې په اړه لاس نه لري. هر کال په ډبګري باغ، هشت نگري، يونيورسټي ټاون، حلقوي سړک او چارسده روډ کې په شخصي کلينيکونو او روغتونونو کې له اعلان پرته فيسونه زياتېږي چې له امله يې ناروغان له مالي ستونزو سره مخ دي.
د ورځپانړې مشرق ویب راپور مطابق په خېبرپښتونخوا کې د شخصي کلينيکونه د فيس په شکل کې د ښاريانو له جيبونو څخه درې اربه روپۍ اضافي اخلي خو د صحت محکمي بااختيار افسران هم شخصي کلينيکونه او هسپتالونه چلوي او ددوی په ضد هیڅ کوم قانوني ګام نه اخستل کیږي چې عام اولس ی له سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دې.
……………………..

Leave a reply