د عمران خان حقیقي آزادۍ لپاره مارچ اسلام آباد ته د رسیدلو په مرحله کښې داخل شوي دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف حقیقي ازادي لانګ مارچ خپل وروستي پړاو ته داخل شوی او اصلي کانټینر له اسلام اباد څخه یوازې ۲۰۰ متره واټن ته رسېدلی دی. په دې لړ کې د لانګ مارچ او جلسو په نظر کې نیولو سره د اسلام آباد پولیس په گډه الرټ کړی شوي دي او د اسلام آباد انتظاميې د ایف سي اهلکار د جي ټي روډ نه روات ته رسولي دي.
د راولپنډۍ انتظاميي هم د پي ټي آئي لانګ مارچ په مناسبت روات سره نزدې ټولي تياري مکمل کړي دي۔ په دې لړ كښې د لاهور نه تر راولپنډۍ پورې جي ټي روډ بند كړې شوې دې۔ په جي ټي روډ باندې د عمران خان بلټ پروف کانټينر هم ايښودل شوی دی. په خیمو سره د پټرول پمپونو د تړلو ترڅنګ هوټلونه او نور سوداګریز مرکزونه هم تړل شوي دي. د لارې بندېدو له امله د راولپنډۍ په جي ټي روډ باندې د ګاډو اوږده کتارونه پراته دي چې له امله يې ښاريانو او مسافرو ته سختې ستونزې رامخې ته شوې دي، د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي، د حقانې ازادي مارچ به له روات څخه روات ته داخلېږي. وروستنۍ مرحله رارسیدلې، خلک باید چمتو وي.
بل اړخ ته د اسلام آباد انتظاميي پي ټي آئي ته د کورل چوک نه تر روات پوري د ريلي کولو اجازت ورکړے دے کوم چي د پي ټي آئي اسلام آباد ريجن صدر علي نواز اعوان ډپټي کمشنر سره د ملاقات نه پس جاري کړے دے۔ د پي ټي ائي جلسې د امن لپاره 35 شرطونه ايښودل شوي دي۔ جلسې ته صرف د کورل چوک نه روات ته د لاري اجازت دی، په ريډ زون او نورو سيمو کښي به دفعه 144 نافذه وي او هيڅ قسمه سړک ته به د بندولو اجازت نه ورکول کيږي، د شرط مطابق به حکومتي او شخصي املاک نه وي. د اسلام اباد پولیس به د جلسې لپاره منظم ټریفک پلان جاري کوي او د پاکستان د ریاست، مذهب او ایډیالوژۍ خلاف نعرې وهلو او وینا کولو ته به اجازه نه ورکول کیږي.
په جلسه کې د وسلو، او ډنډو په راوړلو باندې به کاروائي کيږي او د شرطونو خلاف ورزي باندې به قانوني کاروائي کيږي.د پي ټي آئي لانګ مارچ او احتجاج په اړه آئي جي اسلام آباد خپل رپورټ عدالت ته وړاندې کړے دے کوم کښې چې وړانديز شوې دې چې د هر قسم نقصان په صورت كښې دې د تحريك انصاف نه مالي ضمانت واخستل شي۔
……………………..






