وفاقی وزیر احسن اقبال وایی ددوی حکومت له سعودي عربستان سره د سي پیک په څیر اقتصادي همکاري غواړي

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې دوي د سعودي عرب سره هم د سي پېک په طرز اقتصادي تعاون جوړول غواړي۔
په جده کې دپاکستان قونسلګرۍ کې پاکستاني ټولنې ته په خطاب کې احسن اقبال وويل چې دملک دخرابيدو په اړه په خبرونو کې هيڅ حقيقت نشته، دتحريک انصاف لخوا خپرول شوي دروغو کې هيڅ حقيقت نشته، په شپږو مياشتو کې هيواد دترهه گرۍ څخه بچ شوى دى.
ده وويل چې د تېر حکومت د ناسمو تګلارو له امله د هېواد اقتصاد له خطر سره مخ شوى او اوسني حکومت له اى اېم اېف سره د تړون له مخې اقتصاد ښه کړى دى.
احسن اقبال وويل چې پي ټي آئي ټول قوم د يو بل په غېږ کې نيولی دی، د پي ټي آئي ټول بيان په دروغو او نفرتونو ولاړ دی.
ده زیاته کړه چې سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د وزیراعظم هڅې د سبوتاژ کولو هڅې شوي، تحریک انصاف د منظم دروغ په بنیاد کمپاین کوي خو دا د سیاست نه بلکې د قوم د متحدولو وخت دی.
وفاقي وزير ووئيل سمندر پار پاكستانيان د هېواد سټراټيجيك پارټنر دي، حكومت سي پېك بيا پېل كړې كوم چې د پي ټي آئي لخوا تباه كړې شوې وه۔
د مسلم ليګ (ن) مشر زياته کړه چې د سعودي عرب سره هم د سي پېک په طرز اقتصادي همکاري کول غواړي، د سي پېک لاندې چين او سعودي عرب ته د مشترکه سرمايه کارۍ وړانديز کړی دی.
احسن اقبال وئيلي دي چې په بهر کې مېشت پاکستانيان د ملک ارزښتناکه اثاثه او حکومت به ددوي لپاره د بيمې سکیم معرفي کوي.
…………………………………….






