د ملي کرکټ لوبډلې وتلي تیز بالر شاهین شاه اپریدي د اپینډکس عملیات ترسره شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د ملي لوبډلې تېز بالر شاهین شاه اپریدي چې د ۲۰ اوریزو نړیوال جام په پایلوبه کې ټپي شوی و، د اپنډیکس عملیات شوی دی.
شاهین شاه افریدي د انګلستان خلاف د شل اوریزو نړیوال جام په فاینل لوبه کې د کیچ اخیستلو پر مهال ټپي شو او بیا یې خپله څلور اوریزه لوبه هم پوره نه کړه.
شاهین شاه افریدي دا مهال د رغیدو په حال کې دی او د پي سي بي په وینا شاهین شاه افریدي به ډیر ژر د روغیدو وروسته بیرته میدان ته راشي.
خو شاهین شاه افریدي اوس په سوشل میډیا د خپل ځان یو تصویر شریک کړی چې پکې هغه د روغتون په بستر پروت لیدل کیږي.
د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي د دغه انځور په کیپشن کې ویلي، “نن مې د اپنډکس عملیات وکړل، خو د الله شکر دی چې اوس ښه یم.”
شاهین شاه افریدي هم له خپلو مینه والو څخه د دعا غوښتنه کړې ده.





