د پاکستان تحریک انصاف ښځینه مشرې شیرین مزاري به بلاول نیوکه کړې ده او ویلي ی دي چې هغه د ولسمشر د ویرولو هڅه کوي

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشرې شیرین مزاري د بلاول بوټو پر څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې بلاول د ولسمشر د ویرولو هڅه کوي.

هغه وویل چې د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان ته ورکړل شوی ګواښ به په پام کې ونیول شي.
ياده دي وي چي بلاول بهټو زرداري وئيلي وو چي صدر عارف علوي آخري چانس لري او اميد دي چي دا ځل به د آئين او قانون مطابق عمل کوي او که چيرته د غلط کار کوشش کوي نو عواقب به يې ګالي.

اسلام اباد کې خبري غونډې ته دوينا په مهال بلاول وويل دعمران خان دلانگ مارچ مقصد دپوځ سرلښکر تقرر متنازعه ګرځول دي، دا دهغه وروستى مايوسه هڅه ده چې ادارى دخپل آئيني کردار ادا کولو څخه منع کړي.
ده ووئيل عمران خان يوازې د خپل ځان په اړه سوچ كوي، نه يوازې خان بلكې ټول پاكستان ته به تاوان ورکړي، عمران خان خپل سياست له یو تن تقررۍ سره تړلى دى.
هغې اوویل چې پخوا ی سازش ناکامه کړی وو او اوس به هم د عمران خان سازش ناکاموی.

Leave a reply