د جعلي پاکستاني پاسپورټونو د کارونکو او جوړونکو په ضد په اړه پلټنې د ځنډ ښکار او کم رفتاره دي
باغی ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه د نادرا څخه ايف آئي اے غوښتل شوي ريکارډونه په شکمنو شناختي کارډونو د سفر کولو مقامي اؤ خارجي اتباعو پورې اړه لري.
په تېرو څو مياشتو کې د کراچۍ له هوايي ډګر څخه ګڼ شمېر مسافر د پاکستاني سفري اسنادو په تور نيول شوي، بهرنيان هم په شکمنو پاکستاني شناختي کارډونو او پاسپورټونو د سفر کولو په تور نيول شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغو بهرنيانو ته د سند او بلوچستان څخه د پاکستان د سفر اسناد جاري شوي وو.
د ايف آئي اے د سرچينو ترمخه د پاسپورټ ډائريکټريټ لخوا ايف آئي اے ته په ايف آئي آر کښې د ١٦ پاسپورټونو نومونه استول شوي دي۔
د سوېلي حوزې د مهاجرینو او پاسپورتونو ریاست د معلوماتو له مخې، له ۱۶ پاسپورټونو څخه ۱۲ یې ثبت نه دي، یو پاسپورت صادر شوی او ۳ یې د قمبر شهدادکوټ د پاسپورټ له دفترونو صادر شوي دي.
د آنلاین پاسپورټ تعقیب سیسټم له مخې، دا پاسپورټونه ندي صادر شوي.
د ليکنې له مخې، هغه پاسپورټونه چې ثبت شوي نه دي جعلي دي او د پاسپورټ اړوندو ادارو له خوا نه دي صادر شوي، په ١٦ پاسپورټونو کې د ١١ ملي هويت کارتونه هم نشته.
…………………………………………