حماد اظهر وایی که د پنځو کلونو لپاره هیواد قوي حکومت ته ونه سپارل شي نو هېواد به دیوالیه شی
باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف مشر حماد اظهر وئيلي دي چي که ملک د پنځو کالو لپاره يو قوي حکومت ته ونه سپارل شي نو ديواله به شي۔
د لاهور زمان پارک کې ميډيا سره د خبرو په مهال حماد اظهر وويل د خزانې وزير اسحاق ډار د روډ ميپ نه بغير پريس کانفرنس وکړو، د ګاډو کارخانې، ټوکر او نور صنعتونه ډوب دي۔
ياده دې وي چې اسلام آباد کښې د وينا په مهال د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ويلي د پاکستان د خطرې فکټور په اړه بې بنياده خبرې باید و نه شي. هغه وایی چې له ضرورت مطابق د تېلو ذخيرې موجودې دي نو د پاکستان د نادارۍ په اړه له خبرو ډډه وشي.
د مالیې وزیر وویل چې نړیوال سازمانونه هم پوښتنه کوي چې ایا دا اوازې رښتیا دي که نه. د کرنټ اکاؤنټ کسر په اړه اوازې خپریږي، د کرنټ اکاؤنټ کسر په ښه توګه اداره کیږي او د الله په فضل سره هر څه سم روان دي.
……………………………………