په پاک افغان پوله تورخم مزدورانو احتجاج کړې دې

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د فرنټئير کور د عملې لخوا د اختياراتو څخه ناوړه ګټې اخيستنې او په د مزدورانو باندې د تشدد کولو په ضد د مزدورانو اتحاديې د تورخم په پوله د مقررو اهلکارو په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.
مظاهرچيانو د ايف سي ګاړو مخې ته احتجاج اوکړو. د مزدورانو وینا وه چې دا د ايف سي اختيار نه دے چې نان کسټم پيډ سامان ضبط کړي۔

د تفصیلاتو له مخې د تورخم مزدورانو اتحادیی د تورخم په پوله د فرنټیر کور د اهلکارو د نامناسب چلند په ضد احتجاج کړی دی. مظاهرچيانو د ايف سي د ګاړو مخې ته په سملاستو احتجاج وکړو.
مزدوران غوښتنه کوي چې د کورنیو چارو وزارت د وروستي خبرتیا او د ګمرک د مقرراتو له مخې دا د ګمرک د کارکوونکو واک دی چې د غیر ګمرکي توکو د قاچاق مخه ونیسي او یا هم ممنوعه توکي ضبط کړي.

په داسې حال کې چې د تورخم پر پوله د فرنټیر کور پرسونل نه یوازې دا چې هره ورځ مزدوران شکنجه کوي بلکې له خپل واکه هم تجاوز کوي.
مظاهره چيانو اوويل چي ايف سي اهلکار هره ورځ د لکونو روپو نه بهر ملکې مالونه قبضه کوي او ګمرک ته د سپارلو نه پس ئي پخپله قبضه کښي اخلي۔
هغه وويل دتيرو څو کالو راهسې هره ورځ د لکونو روپو په ارزښت بهرنۍ مالونه نيول کيږي او د ايف سي چارواکو لخوا پرته له قانوني کاروائي څخه خرڅيږي.

د تورخم د مزدورانو اتحادیې مشر فرمان شینواری وايي چې د تورخم په پوله د ایف سي کارکوونکي د ګمرکي واکونو په کارولو سره له قانون څخه سرغړونه کوي. که ايف سي اهلکار خپل اختيارات محدود نه کړی نو نه ختميدونکي احتجاج به شروع کړي۔ فرمان شینواري له IGFC او د کورنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د تورخم په پوله د مزدورانو لپاره دې اسانتیاوې رامنځته کړي او ایف سي باید په مزدورانو باندې تشدد ودروي.

Leave a reply