د خرانې وفاقي وزیر اسحاق ډار وایی چې پاکستان په پور واپس کولو کښې کله هم ډیفالټ شوې نه دي او نه به په راتلونکې کښې داسې وکړي چې د پیسو ورکړه کښې ډیفالټ شي
باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان د نادارۍ خبره مه کوه، پاکستان تر اوسه پورې هيڅکله پيسې نه دي کړي او نه به راتلونکي کښې هم داسې وکړي چې د پیسو په ورکولو کښې ډیفالټ شي.
ميډيا سره خبرو کې اسحاق ډار وويل پاکستان به په خپل وخت قرض ادا کوي اؤ دراتلونکو ادائيگۍ لپاره انتظامات روان دي.
ده ووئيل پاكستان به د ډېسمبر په وړومبۍ هفته كښې د يورو بانډ قرضې په خپل وخت ادا كوي٬ پاكستان هېڅكله په تادياتو كښې غفلت نه دے كړے۔
ده ووئيل د پاكستان د خطرې فكټر په اړه بې بنياده خبرې نه كولې شي، د ضرورت مطابق د تېلو ذخيرې موجودې دي نو د پاكستان د فالتو په اړه بايد له خبرو ډډه وشي.
د خزانې وزير وويل نړيوال تنظيمونه هم پوښتنه کوي چې دا افواه رښتيا دي که نه، د کرنټ اکاؤنټ خسارې په اړه افواهونه خپريږي، د کرنټ اکاؤنټ خساره په ښه توګه اداره کيږي او د الله په فضل سره هر څه ښه روان دي. .
هغه وویل چې د اقتصاد په اړه باید غیر مسؤلانه څرګندونې ونه شي.