روسیه کښې د یوې وړانۍ راغورځیدلو له امله نهه تنه وژل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
په روسیه کې د یوې پنځه پوړیزې استوګنې ودانۍ د نړېدو له امله نهه تنه وژل شوي دي.
د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې دا پېښه د اتلانتيک سمندر په ساخلين ټاپو کې د روسيې په ټاپو کې رامنځته شوې ده.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د استوګنې د ودانۍ د نړېدو په پېښه کې ۲۳ تنه ژغورل شوي او یو کس لادرکه دی او د لټون عملیات روان دي.
ځايي رسنۍ وايي، په ودانۍ کې د ګازو د چاودنې له امله ظاهراً د ودانۍ يوه برخه نړېدلې ده، د پلټنو کمېټه د ودانۍ د نړېدو د پېښې په اړه څېړنه کوي.