د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې د پنجاب سره تعلق لرونکې د ماشومانو تښتوونکې یوه ډله نیول شوې ده

د پنجاب صوبې هغه ډله چې یوه ماشومه ی د باړه تحصیل څخه تښتوله نیول شوې ده او پولیسو ترې پلټنې پیل کړي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې پولیسو یوه خطرناکه ډله نیولې ده، دې ډلې غړیو به ماشومان تښتول او بیا به ی په بیلا بیلو سیمو کښې خرڅول. د ځایی سرچینو او پولیسو بیان مطابق په باړه تحصيل کښي د ماشومانو اغوا کوونکې شپږ کسيزه ډله نيولې شوې ده۔ د ځایی سرچنیو مطابق د باړې شیخ آباد نهر سره د یوې وړې ماشومې د تښتولو هڅه ناکامه شوې او د کلي خلقو د تښتوونکو دغه ډله نیولې او پولیسو ته یې سپارلې ده.
د ډلې غړیو يوه ماشومه تښتولې وه او ځایی خلکو په دې موقع ونیوله، خلکو بيا دغه شکمن کسان پوليسو ته سپارلي دي، د تښتوونکو په شپږ کسيزه ډله کې څلور ښځې او دوه نارينه شامل دي.
دې ډلې غړیو یوه پنځه کلنه نجلۍ د سپین قبر سیمې څخه تښتول غوښتل چې د ځایی خلکو له لوري ونیول شول او بیا ی دا پولیسو ته حواله کړل، د سرچینو مطابق ددې تښتوونکې ډلې تعلق له پنجاب سره ښودل کیږي، دا کسان پولیسو باړه پولیس سټیشن ته انتقال کړي دي او پلټنې ترې پیل شوي دي.

د ماشومانو تښتوونکې ډلې غړي، ویل کیږي چې ددې ډلې غړیو تعلق له پنجاب څخه دې.
………………………….






