اسلام آباد انتظامیه پاکستان تحریک انصاف ته د احتچاچ کولو اجازه ورکړه

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد انتظاميې پاکستان تحريک انصاف ته د جلسې اجازه ورکړې ده۔
تيره ورځ د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس عامر فاروق د پي ټي آئي وکيل نه غوښتنه کړي وه چي د اسلام آباد انتظاميي ته دي د جلسي او دھرني د اجازت لپاره يو نوے خط وليکي۔
اوس پي ټي آئي د جلسې د اجازت لپاره د اسلام آباد انتظاميي ته خط ليکلي دي چي پکښي وئيلي شوي دي چي پي ټي آئي غواړي نن د کورل چوک اسلام آباد نه ريلي وکړي۔
اسلام آباد انتظاميي ته په ليکل شوي خط کښي وئيلي شوي دي چي ريلي به د کورل چوک نه تر چک بيلي مور روات پوري کولي شي، د ريلي کولو لپاره دي اين او سي جاري کړے شي۔
وروسته د اسلام آباد انتظاميې د پي ټي آئي مشر علي نواز اعوان ته د ډپټي کمشنر تر ملاقات وروسته د جلسې کولو اجازت ورکړو چې پکښې اين او سي جاري کړو۔
……………………






