بغلان کې څه باندې ۸۰۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې په تېرو دوه اونیو کې ویشل شوي.
بغلان کې څه باندې ۸۰۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې په تېرو دوه اونیو کې ویشل شوي.
19 نومبر 2022
د بغلان د احصایې او معلوماتو ادارې چې دوه اونۍ کیږي د الکترونیکي پېژندپاڼو وېش په دې ولایت کې پيل کړی څه باندې اته زره پېژندپاڼې یې په مراجعینو ویشلي او د څه باندې ۲۵ ذره پېژندپاڼو کارونه بشپړ کړي دي.
مولوي ګل رحمن رحماني د بغلان د احصایې او معلوماتو ادارې مشر وايي، چې څه باندې دوه نیمې میاشتې وړاندې د بغلان د احصایې او معلوماتو په اداره کې د پېژندپاڼو ویش د خامو موادو د نه شتون او یو لړ تخنیکي ستونزو له امله په ټپه درېدلی وو.
اړوند موضوعات
هغه زیاته کړه چې دوه اونۍ کیږي چې فعالیت یې پیل کړی او په همدې دوه اونیو کې یې د ۲۵ زره پېژندپاڼو کارونه بشپړ کړي او څه باندې اته ذره پېژندپاڼې یې په مراجعینو ویشلي دي.