د اومني ګروپ په اړه د عمران خان دعوی غلطه ثابت شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د اومني ګروپ د پلی بارګين دعوه دروغ ثابته شوه۔
عمران خان تيره ورځ د لانګ مارچ ګډونوالو ته د وينا په مهال دعوه وکړه چې د اومني ګروپ د نهه اربه روپو پلې بارګين سرته رسيدلې او د نيب په قوانينو کښې د ترميم نه پس به حکومت دغه رقم اومني ګروپ ته ورکړي.
خو د نيب سرچينو جيو نيوز ته وئيلي دي چې احتساب عدالت کښې د اومني ګروپ د پلې بارګين هيڅ ريکارډ نشته او د عمران خان لخوا اومني ګروپ باندې د نهه اربه روپو پلې بارګين دعوا هم دروغ ده۔
سرچينې دا هم وائي چې نيب په دې لړ کې هيڅ قسمه منظوري نۀ ده ورکړې.
……………






