د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ګواښ کړې چې د ګواښ ځواب به په اټومي وسلو سره ورکړي

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي، هېواد ته به د اټومي وسلو ګواښونو ته ځواب ورکړي.

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې، کیم جونګ اون امریکا او متحدینو ته یې ګواښ کړی او ویلي یې دي چې د هر ډول اټومي برید ځواب به په اټومي وسلو ورکړل شي.
کیم جونګ اون امریکا ته د دغه هېواد د نوي بالستیک توغندي د ازموینې پر مهال خبرداری ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې شمالي کوريا دوه ورځې وړاندې د بالستيک توغندي ازموينه وکړه، چې د امريکا او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ګډون د يو شمېر هېوادونو له خوا وغندل شوه.

جنوبي کوریا پر ګاونډي هیواد تور پورې کړ او ویې ویل چې شمالي کوریا د ختیځ لور ته یو توغندی توغولی دی.
د جنوبي کوریا حکومت ویلي چې شمالي کوریا د ختیځ په لور یو بین البراعظمي بالستیک توغندی توغولی دی.

Leave a reply