شیخ رشید وایی چې د یو تن ټاکنه په خلکو درنه شوي ده

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخوانى وزير شيخ رشيد په یو بیان کښې ویلي دي چې د يوه تن ټاکنه دلته په پر ټولو درنه شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې راتلونکې لس ورځې به د ملت او هېواد د برخلیک پرېکړه وکړي، سمه پرېکړه به هېواد سم لوري ته بوځي او ناسمه پرېکړه د ګډوډۍ لامل کېدای شي.
شیخ رشید په خپل ټوېټ کې زیاته کړې، چې ویجاړ شوی اقتصاد نور هم جدي کېدای شي، هر حکومت د شوګر ملونو د مالکانو د مافیا تر نفوذ لاندې وي، د بورې ډېری کارخانې د هغو سیاستوالو ملکیت دی، چې په وزارتونو کې هم شته چې له امله یې ولس او بزګران عذابېږي.
په موجوده حکومت نيوکې کولو سره پخواني وفاقي وزير زياته کړې چې يو تقرر په ټولو باندې ګران دى، موجوده حکومت يواځې خپلې مقدمې ختمې کړي دي کوم چې وخت راغلى نو بيا به راژوندى شي.

شیخ رشید زیاته کړه، هېواد کې انفلاسیون ۳۰ سلنه زیات شوی، خلک د برېښنا او ګازو بلونه نه شي ورکولی، ځان بسیاینه او خلک له ستونزو سره مخ دي، د ۷ میاشتو ۷۷ وزېرې حکومت نه خلکو ته تللی شي او نه یې ستونزې حل کړي.


……………………..

Leave a reply