په عمران خان برید کولو لپاره تورن تن څومر انتظار کړې وو؟ د پنجاب پلټنو ټیم په عمران خان د برید تورن تن څخه پلټنې پیل کړي دي

0
197

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب حکومت د تحقیقاتو ګډې ډلې د عمران خان د حملې په اړه د تحقیقاتو لپاره د نیول شوي ملزم نوید نه تحقیقات پیل کړي دي.

دسرچينو ترمخه ملزم نويد جے آئي ټي ته وئيلي دي چې عمران خان خلکو ته ګمراه کوؤ، په يواځي يې دحملې پلان جوړ کړو.

سرچينه زياتوي، چې تورن نويد دا هم ويلي، چې له ډزو وروسته يې غوښتل په سمڅه کې له کانټينر څخه وتښتي، خو ونيول شو، زه له هېڅ سياسي او مذهبي ګوند سره اړيکې نه لرم.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوي تورن د پلټنو پر مهال ويلي، چې له ما چا د بريد غوښتنه نه ده کړې، دوه ساعته يې بريد ته انتظار وکړ، کله چې د کانټينر مخې ته پوليس نه و، ډزې يې پرې وکړې.

ياده دې وي چې عمران خان باندې د بريد په تور نيول شوی ملزم نويد په ۱۲ ورځو جسماني ريمانډ د پوليس په حراست کښې دے.
ياده دي وي چي د تحريک انصاف چيرمين عمران خان د نومبر په دريمه نيټه په وزير آباد کښي د لونګ مارچ په مهال په ډزو وژل شوي وو چي پکښي ژوبل شوي وو۔
…………………………

Leave a reply