افغانستان کې د ټي ټي پي دوه قومندانان وژل شوي دي   

افغانستان کې د ټي ټي پي دوه قومندانان وژل شوي دي 

خو ط.البانو ویلي چې کابل ښار ته د الظواهري د راتګ او استوګنې په اړه معلومات نه لري او د امریکا هوايي برید یې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه بللې او غندلې یې ده.

 

(2022 / 11 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د تحریک ط.البان پاکستان د دوو قوماندانانو جسدونه موندل شوی دی.

په ننګرهار ولایت کې یوې سرچینې د «اسلامي افغان» په نوم رسنیو ته ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۲۷مه د تحریک ط.البان پاکستان د یوه غړي جسد د اوبو په یوه کانال کې موندل شوی دی.

د پاکستاني ط.البانو د دغه قومندان نوم سیف الله بابوجي و او ویل شوي چې نوموړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د ملاکنډ اوسیدونکی دی او د تحریک ط.البان پاکستان د مرستیال امیر مفتي مظلوم سره نږدې کس دی.

افغان اسلامي اژانس هم خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې د ذاکرین په نوم د ط.البانو د یوه بل قوماندان جسد موندل شوی دی. یو شمېر پاکستاني رسنیو هم د دغو پېښو په اړه راپورونه ورکړي دي.

تر اوسه په افغانستان کې د ط.البانو حکومت او د پاکستان حکومت رسمي سرچینو په افغانستان کې د تحریک ط.البان پاکستان د غړو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ا.ا. حکومت د پاکستان د حکومت او تحریک ط.البان پاکستان تر منځ خبرې اترې او د سولې منځګړیتوب کوي چې دغو هڅو د حکومت او د پاکستان د تحریک ط.البان ترمنځ لنډمهاله اوربند ته لاره هواره کړې وه.

تر دې مخکې د روان کال د اسد په ۱۷مه عبدالولي چې په عمر خالد خراساني مشهور و، چې د تحریک ط.البان پاکستان له مشر څخه و، په افغانستان کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې خراساني د پاکستان د حکومت له استازو سره په خبرو کې د تحریک ط.البان پاکستان په ګټه سخت دریځ خپل کړی و.

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل ښار کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی. امریکايي چارواکو ویلي، چې ط.البانو الظواهري ته د پناه ورکولو له لارې د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې، چې له مخې یې ط.البانو د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنه کړې ده.

اړوند موضوعات:

افغان چارواکو عملیات کړي، د ټي ټي پي مهم غړي ی نیولي دي

خو ط.البانو ویلي چې کابل ښار ته د الظواهري د راتګ او استوګنې په اړه معلومات نه لري او د امریکا هوايي برید یې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه بللې او غندلې یې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载