ملی دفاع وزارت: نیمروز کې مو د ډیر شمېر وسلو د قاچاق مخه نیولې ده 

0
174

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په وسلو او مهماتو کې ۲ میله ایم ۴، ۲ کامرې، ۲ بم غورځوونکي، ۱ د روسیې د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۱۱ د راکټ مرمۍ، ۲۱ شاجورونه او هر ډول نظامي تجهیزات شامل دي چې په ډیر مهارت سره کشف او ضبط شول. دغه مهمات په یو کرولا ډوله موټر کې  لیږدول کېدل.”

(2022  / 11  / 18    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د د ملي دفاع وزارت وايي، د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې یې د زیات شمېر وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې ده.

دغه وزارت د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ۲۱۵ اتل قول اردو د دریم کنډک سرحدي ځواکونو یو کس له وسلو او مهماتو سره نیولی دی.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په وسلو او مهماتو کې ۲ میله ایم ۴، ۲ کامرې، ۲ بم غورځوونکي، ۱ د روسیې د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۱۱ د راکټ مرمۍ، ۲۱ شاجورونه او هر ډول نظامي تجهیزات شامل دي چې په ډیر مهارت سره کشف او ضبط شول. دغه مهمات په یو کرولا ډوله موټر کې  لیږدول کېدل.”

دغه وزارت همداراز زیاتوي چې د دې موضوع په تړاو نیول شوی کس د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

Leave a reply