امریکايي عسکر وايي چې د امریکا فوځ مشران دې افغانستان کې د ماتې په اړه ځواب ووايي

0
176

امریکايي عسکر وايي چې د امریکا فوځ مشران دې افغانستان کې د خپلې ماتې په اړه ځواب ووایي

د امریکا پوځ د پخوانیو نظامیانو ټولنې یوه اعلامیه خپره کړې، چې پکې ویل شوي چې د امریکايي پوځ لوړ پوړي چارواکي دې په افغانستان کې د امریکا د ماتې په اړه امریکايي ملت ته ځواب ووایي.

 

 

(2021 / 9 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا پوځ د پخوانیو نظامیانو ټولنې یوه اعلامیه خپره کړې، چې پکې ویل شوي چې د امریکايي پوځ لوړ پوړي چارواکي دې په افغانستان کې د امریکا د ماتې په اړه امریکايي ملت ته ځواب ووایي.

دوی ویلي چې د امریکا پوځ اوسني او پخواني نظامي چارواکي دې په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت په اړه ولس ته ځواب ووایي.

دغې ټولنې زیاته کړې چې د امریکا شل کلن ماموریت په افغانستان کې بې ګټې ؤ او هېڅ لاسته راوړنې یې  د امریکا لپاره نه درلودلې.

دوی همدا راز غږ کړی چې امریکايي پوځي مشران دې د کابل هوايي ډګر برید او وروستي د تخليې ماموریت په اړه هم وپوښتل شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر امریکايانو د امریکا د حضور په افغانستان کې د پوښتنې په ډول مطرح کړی ؤ او ویلي یې ؤ چې باید له امریکايي جنرالانو وپوښتل شي چې افغانستان ته د څه لپاره تللی ؤ او ولې افغانستان په دغه ډول پرېښودل شو.

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د امریکا د ماتې او کابل کې د امریکا د وروستي هوايي برید مسؤلین د امریکا بې تجربې جنرالان او نالایقه نظامیان یاد کړي ؤ.

Leave a reply