سندهه هایی کورټ امر کړې چې په کراچۍ او حیدرآباد کښې دې بلدیاتي ټاکنې ترسره شي

0
152

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د سندهـ هائي کورټ په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو د ترسره کولو امر کړی دی.

د سندهـ هائي کورټ په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو په اړه د جماعت اسلامي او پي ټي ائي په درخواستونو فيصله کړې ده.

عدالت د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو په ضد د درخواستونو اورېدنې اجازه ورکړې او په کراچۍ او حيدراباد کې يې د بلدياتي انتخاباتو د ترسره کولو امر کړی دی.

په خپله فيصله کې عدالت امر کړی چې اليکشن کميشن دې د بلدياتي انتخاباتو شيډول اعلان کړي او د سندهـ حکومت دې اليکشن کميشن ته پرسونل ورکړي.

ياده دې وي چې په سندهـ کې د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاؤ کې د جولائي په ٢٤مه په کراچۍ او حيدراباد کې بلدياتي انتخابات ترسره کيدل خو د سندهـ حکومت د پوليسو د کمي په نظر کې نيولو سره د امنيت له برابرولو نه عذر کړی وو.

له دې وروسته د بلدياتي انتخاباتو نېټه د اګست په ۲۸ نېټه ټاکل شوې وه، خو څرنګه چې په دغه نېټه ټاکنې نه وې شوې، نو دغه نېټه بيا د اکټوبر ۲۳مه وټاکل شوه، خو ټاکنې د درېيم ځل لپاره وځنډول شوې.

ياده دې وي چې اليکشن کميشن په کراچۍ کې هم د بلدياتي ټاکنو په اړه خپله فيصله محفوظه کړې ده.

Leave a reply