د بلوچستان وزیر اعلی نیوکه کړې چې د اوبو په لارو کې د ودانیو د جوړولو او تجاوزاتو او خراب تعمیر له امله بندونه خراب شوي

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي چې د اوبو په لارو، آبادۍ او په دې لړ کښې د خرابو ودانيو د جوړولو او تجاوزاتو له وجې ډيمونه زيانمن شوي دي او په دې لړ کښې به د غفلت له وجې د ذمه دارانو خلاف کاروائي کولے شي۔

د وزيراعلي کيمپ آفس حنا کښې د مقامي اولس سره د ملاقات په مهال ده ووئيل د سيلابونو له وجې د رامنځته شوې آفت ذمه وار مونږ پخپله يو، کله چې د فطرت اصولو ته پام وشي نو د نقصاناتو امکان شته۔
د بلوچستان وزيراعلي په کوټه او شاوخوا سيمو کې د ګيس او بجلۍ په نشتوالي د انديښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي چې د بجلۍ او ګيس د برابرولو په اړه د وفاقي ادارو د کارکردګۍ په اړه به له وفاقي حکومت سره سخت احتجاج ثبت کړي.

د بلوچستان اعلا وزیر ویلي چې د سېلاب ځپلو ضلعو د کروندګرو د یو کال د بجلۍ بقایا معاف کولو لپاره به وزیراعظم ته درخواست وکړي.
عبدالقدوس بزنجو وويل چې د سيلاب له امله د اوښتو زيانونو د پوره کولو او د متاثره شوې انفراسټرکچر بحالۍ به يقيني کوي.
…………………….

Leave a reply