د عمران خان یو بل یوټرن، وایی چې امریکا سره اړیکې د اولس په ګټه دي، وړاندې به ی ویل چې غلامي نه غواړی او امریکا دده حکومت په ضد سازش کړې

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چې امريکه يو سپر پاور دے او د امريکې سره ښې اړيکې د ولس په ګټه دي۔

بهرنۍ ميډيا سره په يوه مرکه کې عمران خان وويل چې دامريکا دسيسې څخه په شا شوى نۀ دى خو بايد دپاکستان دخلکو دګټو په لاره کې نۀ ودريږي ځکه چې امريکا دهغه حکومت نسکور کړى دى، پوښتنه دا ده چې څنګه؟
عمران خان هم پر ده د نورو وژونکو بریدونو وېره څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې مخالفین د ده د لرې کولو لپاره یوازې یوه لار لري، هغه دا چې هغه ووژني.

دوی وویل چې دوی ډیر محتاط شوي دي خو د مرګ له ګواښونو څخه به شا نه شي ځکه چې ګومان کیږي بریدګر مهرا دی او تر شا یې نور کسان دي.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي وو چې د امريکې د سازشي داستان نه پس د امريکې سره ښې اړيکې بحالولو ته تيار دي۔

له برتانوي ورځپاڼې فايننشل ټايمز سره په مرکه کې عمران خان ويلي، چې د امريکا د سازش مسله ختمه شوې، پاکستان بايد له نړۍ او په ځانګړې توګه له امريکا سره ښې اړيکې وساتي.

ده ووئيل د پاكستان او امريكې ترمېنځه اړيكې د غلام او بادار دي خو د پاكستان حكومتونه زيات ملامت دي۔
دا خبره هم مهمه ده او باید یادونه ی وشی چې
په یوه مقاله کې چې د امریکا په معتبره ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال کې خپره شوې، ویل شوي چې عمران خان پاکستان د تباهۍ کندې ته رسولی دی.

مقاله لیکونکي لیکلي چې که پوځ منحل شي نو پاکستان به له دې وروسته ژوندی پاتې نه شي، په عام محضر کې د یوه لوړپوړي پوځي افسر په نښه کول د غچ اخیستنې او ملکي او پوځي اړیکو ته د لوی زیان رسولو په مانا ده.

د ورځپاڼې په وینا، پوځ ته د عمران خان پیغام واضح دی چې که تاسو زما لپاره لوبه ونه کړه، زه به ستاسو د بدنامولو لپاره هر حد ته لاړ شم.
د عمران خان له چلند څخه په ډاګه ښکاري چې هغه غواړي پوځ د یوې ادارې په توګه د بدنامۍ کندې ته ورسوي.
……………………………

Leave a reply