فیصل واوډا په یو بیان کښې ویلي دي چې د پی ټي آیی مشرانو د فوځ سرلښکر د عمران خان په ضد را اوپارول

0
126

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف پخواني مشر فيصل واوډا دعوه کړې ده چې د تحريک انصاف د لانګ مارچ په مهال وزيراباد کې د ډزو په پېښه کې وژل شوی معظم د عمران خان له ټرک څخه د ايليټ فورس اهلکار د وسلې په ډزو وژل شوی دی. په عمران خان چې کومې ډزې وشوې، د هغې ډزو په مرمۍ معظم نه دې لګیدلې دې.
د پي ټي ائي پخواني مشر فيصل واوډا د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د خبرو په مهال ويلي دي چې چا د کټ کولو او پټولو بيانونه ورکړي د هغوي اعتبار څه دے؟

فیصل واوډا د درې واړو ګوندونو مشران مارانو سره تشبیه کړل او ویې ویل چې درې مارانو د وزیراعظم هاوس دننه د عمران خان په ضد د فوځ سرلښکر را اوپارول. هغه اوویل چې ما د فوځ سرلښکر ته اوویل چې عمران خان داسې تن نه دې او ددوی په خبرو باور مه کوه.
فیصل واوډا زیاته کړه چې دا درې ماران د وزیراعظمۍ لپاره کاندیدان دي، درې ماران، څو کینې، دوه خاصو کسانو ګوند ته زیان رسولی دی، عمران خان نه پوهیږي چې له دوی څخه څوک کار اخلي.

ده ووئيل فواد چوهدري د داسې يوې خبرې دفاع كوي چې د خپل مطلب د څرګندولو لپاره به نور دروغ ووايي۔

………………….

Leave a reply