د فرح ګوګي خاوند له ژمنې سره سره شاه زیب خانزاده ته د اسنادو په ورکولو کښې ناکامه شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د فرح ګوګي خاوند احسن جمیل ګجر له خپلې ژمنې سره سره شاه زیب خانزاده ته اسناد ورنه کړل.
احسن جمیل گجر دعوه کړې وه چې د شاهد خاقان عباسي په دوره کې یې د ټېکس معافي اخیستې وه، ده د خپلې دعوې په حق کې د ثبوتونو ورکولو اعلان هم کړی و، خو هغه له خپلې وعدې نه ووت.
د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي ملګرې فرح ګوګي دلته او هلته پیسې ګټلې، حلالې یې کړې، فرح ګوګي د ۲۰۱۹ کال په اپریل میاشت کې د ۲۸ کروړه ډالرو په ارزښت تحفې وپلورلې او په راتلونکې میاشت کې یې د ټیکس ایمنسټي سکیم څخه ۳۳ کروړه روپۍ ګټه ترلاسه کړه.
د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده کښې د فرح ګوګي او د هغې خاوند احسن جميل ګجر د کال 2018 او 2019 لپاره د انکم ټيکس ريټرنز افشا کړل۔
احسن جمیل ګجر تر دې وړاندې د عاج شاه زیب خانزاده په پروګرام کې اعتراف کړی و چې د عمران خان په دوره کې یې په ۲۰۱۹ کال کې د مالیې معافیت اخیستی وو.
…………………….






