د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار مهمو سیاسي مشرانو سره لیدنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د مسلم ليګ ن پلاوي سره د شپې ناوخته اصف علي زرداري، بلاول بهټو زرداري او مولانا فضل الرحمان سره جلا جلا ملاقاتونه کړي دي.
دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې دپي ټي ائي لانگ مارچ په اړه دحکومتي اتحاد په اړه هم صلاح مشورې پيل شوې دي.
د خزانې وزير اسحاق ډار د مسلم ليګ (ن) وفد سره مولانا فضل الرحمان سره د هغه په کور کښې وليدل چې پکښې د ملک په سياسي صورتحال او د پي ټي آئي د لانګ مارچ په شمول د ملک په سياسي صورتحال خبرې اترې وشوې۔
دسرچينو ترمخه اسحاق ډار مولانا ته د نوازشريف ځانګړى پيغام هم ورسولو اؤ وروستو يې دخزانې وزير هم دپوځ سره زرداري هاوس ته راغلى اؤ پخواني صدر اصف زرداري سره يې ليدلي دي. په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم حضور درلود.
…………………………………