لاهور کښې د عمران خان په ضد ښځینه او نور خلکو د ساعت غل شعارونه پورته کړي

0
113

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور په جيلاني پارک کې د پنجاب حکومت د ژمي کورنۍ فيسټيوال د پرانېستې په مراسمو کې ښاريانو د عمران خان پر ضد شعارونه ورکول، ښځو او ماشومانو د غري چور شعارونه ورکول.

د لاهور په جيلاني پارک کې د پي ايچ اے لخوا د ونټر فيملي فيسټيول د پرانستې په موقع سينئر صوبائي وزير ميا اسلم اقبال د وينا په مهال د عمران خان په ضد نعرې وهلې، په دې موقع ښځینه او ماشومانو د عمران خان په ضد د غل غل او د ساعت غل شعارونه پورته کړل.
دغو کسانو د عمران خان پر ضد شعارونه ورکول، هڅه يې کوله چې سټېج ته ولاړ شي خو امنيتي کسانو يې مخه ونيوله.

Leave a reply