ننګرهار ولایت کې له ۲۸۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

ننګرهار ولایت کې له ۲۸۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
17 نومبر 2022
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ولایتي ریاست په همغږۍ په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پر ۲۸۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
د یاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې په دې مرستو کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴ کیلو وریجې، ۱۵ کیلو لوبیا، ۱۴ کیلو بوره، ۱۰ لېتره غوړي، ۲ کیلو شین چای او دوه کڅوړې مالګه شاملې وې.
اړوند موضوعات
ننګرهار ولایت دره نور او ښیوې ولسوالیو کې د ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د جاپان اضطراري خیریه مؤسسې “JEN” په همکارۍ او د ننګرهار د مهاجرینو ریاست په همغږۍ ترسره شوه.
حماد






