د وزیرانو او سکرترانو لخوا هر کال په سلګونو خدمتګارانو او معاونینو لپاره ویړیا حج انکشاف شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
دپبلک اکاؤنټس کميټۍ (پي اے سي) په غونډه کې وئيلي شوي دي چې هرکال مختلف وزيران اؤ سيکرټري د٦٥٠ؤ څخه زيات خادمان او معاونين مفت حج ته استوي.
په دې اړه غونډه كښې د پي اے سي چيئرمېن نور عالم ووئيل چې د نوكرانو او معاونينو په نوم دومره ډېر كسان څنګه لېږلې شي؟
غونډه كښې د كمېټۍ غړو ووئيل چې هر كال وزيران، سيكرټري او نور افسران خپل ځانونه مفت حج لپاره لېږي۔
د پي اے سي چيئرمېن ووئيل چې وزيران او سيكرټرې دې رپورټ وركړي چې څومره كسان يې مفت حج لپاره لېږلي دي۔
دپبلک اکاؤنټس کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان وئيلي دي چې ده وعده کړې ده چې حج به په سرکاري خرچه سرته رسوي، دغه شان سهولتونه په قرضې ځپلي ملک کښې په عوامو بار دي۔
نور عالم خان وويل چې داسې وړيا حج ته به اجازه نه ورکول کېږي، که د کوم وزير، سيکرټري يا ايم اين اي کورنۍ وړيا حج ته لاړه شي نو پيسې به يې د پاکستان د حکومت خزانې ته جمع کېږي.
غونډه کښې د مذهبي چارو سيکرټري پبلک اکاونټس کميټۍ ته اوويل چې د بهاولپور نواب په 1906ء کښې په سعودي عرب کښې 6 جائيدادونه اخيستي وو، بهاولپور ته تلونکي حاجيان په هغو کښې مفت ساتل کيدل خو اوس د دې جائيدادونو مالکان معلوم نه دي۔ او دوی د سعودي عربستان د اوقاف ریاست تر مدیریت لاندې دي.
پي اے سي د خارجه دفتر سيکرټري نه په دې اړه رپورټ غوښتې دې۔
……………………………………………..






