عمران خان په ضد د عدالت سپکاوي مقدمه په سپریم کورټ کښې د اوریدنې لپاره ټاکل شوې ده

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان خلاف د توهين عدالت مقدمه سپريم کورټ کښې د اوریدنې لپاره ټاکلې شوې ده۔
د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پنځه کسيزه بنچ به سبا اورېدنه کوي.
جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظاهر علي اکبر نقوي په بنچ کې شامل دي، جسټس منيب اختر او جسټس يحيى آفريدي به هم په لويه بنچ کې شامل وي.
سپريم کورټ د مقدمې اړخونو ته نوټس جاري کړے دے۔
له دې وړاندې دکورنيو چارو وفاقي وزارت دعمران خان په ضد دتوهين عدالت کېس کې نور ثبوتونه جمع کړي وؤ، دکورنيو چارو وزارت لخوا جمع کړل شوؤ ثبوتونو کې د٢٥م مئ داحتجاج په مهال دبېلابېلو مشرانو ټويټونه، اخباري کلپونه اؤ مختلف ويډيوګانې شاملې دي.
…………………………..





