ایران کښې ترهګریز برید،يو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

باغي ټي وي رپورټ
تهران: د ایران په خوزستان ولایت کې د ترهګرو په برید کې ۵ تنه وژل شوي دي.
دبهرنيو خبرځايونو له مخې دترهه گرۍ دغه پيښه په جنوب لويديځ کې په ايزا ښار کې رامينځته شوې ده چرته چې په موټر سائيکل سوارو ترهګرو ددغه ښار په مصروف بازار کې په ښاريانو ډزې کړي چې په نتيجه کې يې 15 کسان ژوبل شوي دي.
د ميډيا رپورټونو ترمخه د ترهګرو لخوا د ډزو له وجې په مارکيټ کښې ګډوډۍ رامنځته شوې چې پکښې په ډزو کښې مړه شوي کسانو کښې امنيتي اهلکار هم شامل دي۔
تېره میاشت داعش د ایران په شیراز ښار کې پر یوه زیارت د برید پړه پر غاړه واخیسته چې ۱۵ کسان په کې ووژل شول.






