چین او د افغانستان اسلامي امارت په راتلونکي ژمي کې د بشري مرستو په اړه نن خبرې اترې کړي.

0
98

چین او د افغانستان اسلامي امارت په راتلونکي ژمي کې د بشري مرستو په اړه نن خبرې اترې کړي.

17 نومبر 2022

 

نن ورځ د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت کې د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت معين مولوي شرف‌الدين مسلم او په کابل کې د چين ولسي جمهوريت سفير ښاغلي وانګ يو په راتلونکي ژمي کې د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.

 

په پيل کې مولوي شرف‌الدين مسلم د چين له پخوانيو بشري مرستو مننه وکړه او په راتلونکي ژمي کې يې د افغانستان مختلفو سيمو کې د بشري وضعيت، غذايي موادو، پوښاکو او نورو لومړنيو اړتياوو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

 

وروسته ښاغلي وانګ يو افغانستان سره د چين پر بشري مرستو رڼا واچوله او په راتلونکي ژمي کې يې د افغان لوري د لومړيتوبونو ته په پام ژمنه وکړه چې هېواد به يې ياد شوي موارد په پام کې ونيسي.

اړوند موضوعات

 چین: ما به کمک های خود با افغانستان ادامه میدهیم

سفير زياته کړه، چې د مرستو د لا مؤثريت لپاره د افغان لوري لخوا د لومړيتوبونو په ګوته کول مهم دي.

Leave a reply