پیښور کښې د زمکې په سر ښخړه یو تن په ډزو اوویشتل شو

0
89

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور هائي کورټ يو وراره د پيښور په صدر سيمه کښې د جائيداد په شخړه کښې په ډزو خپل تره ژوبل کړې دې۔

دپوليسو وينا ده چې په ډزو کې د هاي کورټ سينئر وکيل رضا الله ژوبل شوى دى.

رضاالله وکيل په روغتون کې پوليسو ته د وينا پر مهال وويل، چې وراره جابر يې په صدر کې دفتر ته ننوت او ډزې يې پرې وکړې، چې له امله يې هغه ټپي شو.

د وکیل رضاالله په وینا له تورن سره د ملکیت پر سر شخړه ده.

پولیس وايي، له پېښې وروسته تورن په تېښته بریالي شوي او لټون یې روان دی.

Leave a reply