سیاسي مرستیال: د هوا د ککړتیا مخنیوي او چاپيریال ته پام مو لومړیتوب دی او دې لپاره دې اړین ګامونه پورته شي.

سیاسي مرستیال: د هوا د ککړتیا مخنیوي او چاپيریال ته پام مو لومړیتوب دی او دې لپاره دې اړین ګامونه پورته شي.
16 نومبر 2022
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي چې د هوا د ککړتیا مخنیوي او چاپيریال ته پام مو لومړیتوب دی او دې لپاره دې اړین ګامونه پورته شي.
هغه دا خبرې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له رئیس سره په ملاقات کې وکړې.
د ریاست الوزراء عمومي دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ سیاسي مرستیال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رئیس حافظ عزیز الرحمن او د ملي راډیو ټلویزیون مرستیال ضیاء الحق حقمل سره ولیدل.
دواړو مسؤولینو د خپلو ادارو د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته راپورونه ورکړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملي راډیو ټلویزیون ادارې د ښو خدمتونو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ژمي موسم کې دې د کابل ښار چاپېریال ککړتیا مخنیوي لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د پاکستان سفارت له شارژدافیر سره په مهمو مسایلو خبرې وکړې.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د هوا د ککړتیا مخنیوي اوچاپيریال ته پام مو لومړیتوب دی. د چاپېریال ساتنې اداره دې له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د خپلو امکاناتو ترکچې لاس په کار شي.
حماد






