د پاکستان امن خرابولو لپاره هند په سازشونه کښې مصروف دې: تجزیاتي رپورټ

0
111

باغي ټي وي رپورټ
په ورځپانړه نوای وقت کښې چاپ شوي یو رپورټ مطابق د هند حکومت په پاکستان کښې د امن خرابولو لپاره سازشونه کوي، په افغانستان کښې د اشرف غني حکومت ختمیدو سره د هند لپاره موقع ختمه شو خو پاکستان لپاره خطره وس هم شته دې.

د محمد اکرم چودهري رپورټ مطابق پاکستان خفیه ادارۍ او نور د امنیت ادارو له په کار دې چې دوی چمتو وسی چې د هند جوړ شوي سازشونه او پلانونه ناکام کړي او دي په پاکستان کښې د امن په خرابولو کښې ناکامه شي.
د رپورټ مطابق په داسې وخت کښې د پاکستان خفیه ادارو له په کار دي چې دلته د امنیت ټینګ ګامونه اوچت کړي، په دې لنډو ورځو کښې داسې بدې پیښې وشوې چې ددې پیښو کړۍ د هند سره وې او داسې کسان هم نیول شوي چې په دې پیښو کښې ککړ وو نو په داسې وخت کښې ملکي او ریاستي ادارې باید امنیت ټینګ کړي چې د پاکستان امن ته نقصان و نه رسي او د هند سازشونه ناکام شي.
په پنجاب کښې داسې ترهګر نیول شوي چې دوی سره چاودیدونکې مواد او اسلحه هم وه او د خلقو او سرکاري اهلکارو د هدفي وژنو لپاره ی پلانونه جوړول ،دا ظاهروی چې هند نه غواړي دلته په پاکستان کښې امن وي.
یاده دې وی چې د افغانستان د امن په راوستلو کښې هم هند یو خنډ وو او دا بیان د پاکستان حکومت هم بار بار کړې دې چې هند نه غواړي چې په افغانستان کښې امن او خوشحالي راشي او ددې لوی ثبوت دادې چې په افغانستان کښې چې د طالبانو حکومت راغې نه نو د طالبانو د افغانستان کنټرول لاس ته راتلو نه وړاندې هند خپل سفارت په پایه تخت کابل کښې وتړل او ټوله عمله ی هند ته واپس بوتله.

Leave a reply