په سندهـ کې د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو احتجاج،په دې اړه له رېنجر او پاکستاني پوځ څخه د مرستې اخيستلو پرېکړه شوې ده
باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ د صحت محکمي د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو د هړتال د ختمولو لپاره مهمه پریکړه کړې ده.
د جناح روغتون اجرایوي مشر ډاکټر شاهد رسول وايي، په سند ایالت کې د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو د اعتصاب له امله پرېکړه شوې، چې له رېنجر او پاکستاني پوځ مرسته وغواړي، چې د دوی له طبي قول اردو څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.
د روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو له کموالي سره سره د پاکستان پوځ مرستې ته چمتو دی او په دولتي روغتونونو کې د کار د دوام لپاره بېلابېل اقدامات کوي.
چارواکو زیاته کړه چې له فلاحي ادارو څخه د موقتي ډاکټرانو او طبي کارکوونکو د استخدام لپاره خبرې اترې پیل شوي، د پوځ طبي قول اردو هم جناح روغتون ته د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.