د امریکا او روسیې استخباراتي مشرانو انقره کې پر ځینو مسایلو سره غږیدلي.

0
86

د امریکا او روسیې استخباراتي مشرانو انقره کې پر ځینو مسایلو سره غږیدلي.

15 نومبر 2022

 

د امریکا او روسیې استخباراتي مشرانو د ترکیې په پلازمېنه انقره کې سره لیدلي او پر مختلفو مسایلو یې خبرې کړې دي.

 

کرملین ماڼۍ ویلي د دې خبرو ابتکار د امریکايي لوري و، خو بل طرفته بیا سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ” سي ای اې“ مشر له روسي چارواکو سره د جګړې پر پای ته رسېدو نه غږیږي، بلکې د روسیې لخوا د اټومي وسلو د کارېدو د پایلو او له روسیې سره د بندي امریکایانو په اړه خبرې لري.

اړوند موضوعات

مقامات اطلاعاتی آمریکا و روسیه در انقره گفتگوهای محرمانه ای انجام دادند

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره سپتمبر میاشت کې ویلي وو چې دی به د خپلې خاورې خوندیتوب لپاره هره ممکنه وسیله وکاروي.‌ د هغه دا خبره د اټومي وسلو د کارېدو ګواښ وبلل شو.

Leave a reply