بلوچستان صوبه کښې د خوارځواکۍ د ماشومانو په شمېر کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلې دې
باغی ټي وی رپورټ
په بلوچستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د اندېښنې وړ حد ته رسېدلی دی.
د سروې له مخې په صوبه کې ۱۸.۹ فیصده ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، د بلوچستان حکومت د دې وضعیت د کنټرول لپاره په صوبه کې د تغذیې بیړنی حالت نافذ کړی و، خو د ۴ کلونو په تېرېدو سره هم بودیجه نه ده جاري شوې.
په بلوچستان کې هر کال د خوارځواکۍ د ماشومانو په شمېر کې د زياتوالي خبر ورکول کېږي، د رسمي شمېرو له مخې دا کچه لس کاله وړاندې ۱۵ فيصده وه، چې اوس ۱۸.۹ فيصده ته رسېدلې ده.
د نړيوالو معيارونو له مخې که دا شرح تر ۱۵ فيصدو زياته شي نو وضعه د اندېښنې وړ ده، په دې لړ کې په بلوچستان کې د غذايي موادو وضعيت د اندېښنې وړ دی.
طبي پوهان وايي چې د خوارځواکۍ له وجې ماشومان له جسمي ستونزو سره مخ دي.
………………………..