برطاینه پاکستان د هایی رسک هیواد له لست څخه ویستلې دې: وزیرخارجه بلاول بوټو زرداري

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري ملت ته د خوشحالۍ خبر ورکړے دے چې برطانيې پاکستان د لوئ خطرې د دريم ملکونو له لسټ نه خارج کړے دے۔
په خپل ټويټ کې بلاول وويل چې برطانيې پاکستان د دريم خطر لرونکي هيوادونو له فهرست څخه لرې کړى دى، د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (FATF) د عمل پلان په اړه د چټک ګام په نتيجه کې برطانيې دغه ګام پورته کړى دى.

بلاول زیاته کړه چې برتانیې دا ګام د اکتوبر په ۲۱ د FATF د پرېکړې په نتیجه کې پورته کړی دی.
په دې لړ کې د برطانيې د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې برطانيه د مني لانډرنګ او د ترهگرۍ د مالي ملاتړ د مخنيوي دپاره د پاکستان هڅې مني .

د یادونې وړ ده چې د مالي اقدام کاري ځواک (FATF) د اکتوبر په 21، 2022 کې پاکستان د خړ لیست څخه لرې کړ.

د FATF له خړ لیست څخه وتل به پاکستان ته د بهرنیو مرستو ترلاسه کول اسانه کړي.

په دغه مهال جاري شوي FATF اعلاميه کې وئيل شوي وؤ چې پاکستان به د FATF تر څارنې لاندې وي، پاکستان د مني لانډرنگ او د ترهگرو د مالي مرستو د مخنيوي قانون نوره عملي کولو ته اړتيا لري.

Leave a reply