عمران خان به په کوڅو کې د بهرنۍ سازش تورونه لګول او نن وايي چې دا قیصه هېره کړې: وزیردفاع ، خواجه آصف

باغی ټي وي رپورټ
ددفاع وفاقي وزير خواجه اصف وايي عمران خان په کوڅو کې په بهرنۍ سازش تورنوي، نن وايي چې بهرنۍ سازش هېر کړئ.
قومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال خواجه اصف ویلي، هغه څوک چې د لور او خور عزت نه شي کولای، د مور په نوم د روغتون چنده او د زکات پیسې خوري، هغه نن وايي چې بهرنۍ سازش هېر کړئ، ایوان به یې نوټس واخلي. نو عمران خان به یې قیمت ادا کړي.
خواجه اصف ویلي، چې عمران خان اوس هم له خلکو پیسې اخلي، د تمویل کوونکو نومونه دې هم په ډاګه کړي، اوسنی حکومت هڅه کوي، چې پر هغه کنډوالو نوې دولتي ودانۍ جوړه کړي، چې عمران له درې نیم کلن حکومت وروسته پاتې دي.
د عمران خان د ټپي کېدو د ويډيو په اړه خواجه اصف وويل چې دغه ويډيو د مجبورۍ له مخې خپره شوې ده، تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ٦ ګولۍ لګېدلې، ٤ ډزې شوې او که ٢ مرمۍ ی خپه لګیدلې ده.
…………………….






