د LNG په اخستلو کې ستونزې، په ژمي کې د ګاز د بحران د زیاتیدو امکان څرګندونه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
نړيوال شرکتونه پر پاکستان د مايع طبيعي ګاز (LNG) پلورلو ته لېوالتيا نه ښيي، چې له امله يې دا وېره شته چې په ژمي کې به د ګازو بحران نور هم جدي شي.
کارپوهان وايي چې اروپا د ایل این جی ډیره برخه اخلي نو نړیوال شرکتونه پاکستان ته د ایل این جی د رسولو لپاره داوطلبي نه کوي.
دسرچينو له مخې پاکستان غواړي چې ٧٢ ايل اين جي کارګو واخلي خو تر دې مهاله يوه هم داوطلبي مخې ته نه ده راغلې.
پاکستان ایل این جی لمیټډ د اکتوبر په میاشت کې تر 2028 پورې د 72 LNG کارګو لپاره داوطلبي رابللې وه.
…………………





