ا فغان ط.ا.ل.ب.ا.ن حکومت په ښځو بندیز لګولې چې دوی دې د ورزش مرکزونو ته هم نه ځي

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت اوس د ښځو جیمونو او عامه حمامونو ته له ننوتلو بندیز لګولی دی.په افغانستان کې څو ورځې وړاندې ښځې په پارکونو او تفریحي مېلو کې له ورتګ منع شوي دي.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې، د افغانستان د فلاح او روغتيا وزارت وياند محمد عاکف صادق مهجر وويل، “د ښځو لپاره جيمونه ځکه تړل شوي چې روزونکي يې نارينه وو، په داسې حال کې چې ځينې يې ګډ جيمونه وو”.
هغه وويل، حمامونه دوديز عامه حمامونه دي چې تل د جنس پر بنسټ جلا وي او د ښځو له ننوتلو څخه هم منع دي.هغه وويل چې د افغانستان په هر کور کې تشنابونه شته، ښځې به له دې پرېکړې سره کومه ستونزه ونه لري.
دا خبره د یادونې چې افغان حکومت د افغانستان په پلازمینه کابل کې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز لګولې دې . طالبانو حکومت دا بندیز تایید کړی خو جزیات یې نه دي ورکړي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د کابل پارکونو ته د افغان مېرمنو له ننوتلو بندیز لګول شوی دی.
د طالبانو د حکومت د اخلاقو د وزارت ویاند رویټرز خبري اژانس ته تایید کړه چې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز دی، خو نور جزئیات یې ورنه کړل، څرګنده نه ده چې دا بندیزونه به څومره عملي شي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل ښار پارکونو ته د ښځو د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
……………………






